مولانا جلال الدین په بلخ کې زیږېدلی دی. د نړۍ مشهور شاعر، صوفي او د لوړ انساني فکر لرونکی شخصیت تېر شوی دی. د هغه مکمل نوم محمد ابن احمد ابن حسین بلخي دی. د ژوند په اوږدو کې یې مولانا، مولوي رومي، مولوي او رومي ملا لقبونه ګټلي دي. په شعرونو کې یې خاموش او خموش تخلص هم کارولی دی.
د رومي نفوذ او شهرت تر قومي او جغرافیايي پولو اوښتی دی. هغه د ایرانیانو، تاجکانو، یونانیانو، پښتنو، ترکانو او د نړۍ د نورو مذهبونو او ملتونو ترمنځ ځانګړی شهرت او ځای ځایګی لري. په منځنۍ او جنوب شرقي اسیا کې د تېرو اوو پېړیو په اوږدو کې د مولانا اثارو او پنځونو خپل شهرت او اغېز لرلی دی. اثار یې د نړۍ ډېرو ژبو ته ژباړل شوي او د ژوند او پنځونو په اړه یې لسګونه اثار هم له چاپه راوتلي دي.
مولانا د هېواد په لرغوني ښار بلخ کې زیږېدلی دی. هغه د خپلو اثارو د تالیف پر مهال په قونیه کې اوسېده. د مولانا تر ټولو ډېر شعرونه په فارسي ژبه دي. د شمېرو له مخې هغه په فارسي ژبه ۷۰ زره بیته شعر ویلی دی، په عربي او یوناني یې هم شعرونه لیکلي. خو د هغه فکر په همدې یوه ژبه کې محدود نه دی. هغه د نړۍ د ټولو انسانپالو فکري جریانونو، تصوفي جریانونو، بشرپاله جریانونو او مینه ییزو متونو د لوستونکو ترمنځ ځانګړی ځای او شهرت لري. د مولانا شعرونه له افغانستان بهر په ایران، ترکیه، پاکستان او مرکزي اسیا کې هم لوستل کېږي او تر ننه هم د ده پر متونو او اثارو څېړنې کېږي. پر ترکي ادب او فرهنګ د مولانا اغېز خورا زیات دی. ځکه دی هلته مېشت و، مریدان یې لرل، د ده په تصوفي کړۍ کې سلګونه ترکان شامل وو، نو پر ترکي ادب او فرهنګ یې اغېز خورا زیات و. د هغه ډېری مریدان او پلویان د قونیې ښار وو.
مولانا پر خپله چارچاپېر باندې دومره اغېز کړی و، چې د قونیې په ډېری کوڅو او بازارونو کې به خلکو فارسي ژبه ویله او د هغه شعرونه به یې زمزمه کول.
مولانا د ۶۰۴هـ ق کال د ربع الاول په شپږمه په بلخ کې زیږېدلی دی. پلار یې مولانا محمد حسین خطیبي نومېده چې به بهاوالدین سلطان العلما مشهور و. هغه د صوفیانو په کتار کې مشهور سړی و، عارف و او د امام احمد غزالي د پیروانو له ډلې و. په عرفان او تصوف کې یې ډېره مخینه لرله. هغه خاموش او چوپ سړی و، د بحث او مناقشو پلوی نه و، نو ځکه یې ډېر تمرکز پر باطني پاکۍ او سلوک کاوه. ده به مناقشات او بحثونه بې مانا کارونه بلل، کلامي او لفظي بحثونه یې د شخړو او اختلافونو سبب بلل، نو ځکه د بحثونو شوقیانو او مینه والو ورپسې را واخیسته. د دربار نږدې کسان چې د بحثونو او مناقشو شوقي ملایان وو، په سلطان العلما پسې را پاڅېدل او شاه یې د ده پر وړاندې ولمساوه. سلطان العلما په اغلب ګومان په ۶۱۰هـ ق کال کې له بلخ کډه وکړه او لوړه یې وکړه، تر هغه چې خوارزمشاه په بلخ کې حاکم وي، نو خپل وطن ته به نه راګرځي. په دې وخت کې چنګیزخان هم پر افغانستان حملې وکړې او ځینې ښارونه یې ونیول. ویل کېږي چې مولانا دا وخت په خپله لار له فریدالدین عطار نشاپوري سره مخ شو. دی د حج په نیت، بغداد او بیا مکې ته لاړ. د حج د مناسکو تر ادا کولو وروسته شام ته لاړ. له شام وروسته قونیې ته ځي او په قونیه کې ژوند کوي. سطان العلما په ۶۲۸هـ ق کال کې له دې فاني نړۍ ځي او په قونیه کې خاورو ته سپارل کېږي. د پلار د مرګ پر مهال مولانا ۲۴ کلن و، نو د پلار مریدانو یې له ده وغوښتل چې د خپل پلار ځای ډک کړي. له همدې ځایه د مولانا عظمت او شهرت هم پيلېږي.
د مولانا نیکونه له لویې کورنۍ وو. دوی په بېلو وختونو او ځایونو کې په حکومتونو کې مطرح خلک وو. جلال الدین هم د خپلې کورنۍ له دې ځانګړنې اغېزمن و. مولانا د خپل پلار پر لاره ګام کېښود او د هغه د طریقت او تصوف رامنځ ته کړې کړۍ یې کلکه وساتله. مولانا ځوان و، خو پوهه او درک یې لوړ و. هغه د پلار مریدانو او خپلو استادانو ته درناوی درلود. تر ده وروسته د مولانا تصوفي طریقه په مولویه ونومول شوه. هغه په خپله تصوفي کړۍ کې شعر، سماع او ګډا هم ور زیات کړل. مولانا پر دې باور و، چې د حق تجلي په هر ځای کې کېدای شي. په دې مانا چې خدای انسان ته ارو مرو ځان ورښيي، خو دا چې چېرته او له کومې خوا؛ مرید باید هڅه پسې وکړي.
د پښتو ادبیاتو لیکوال او نقاد ډاکټر احسان درمل د مولانا په اړه لیکي: «دا عظیم عارف او شاعر که په فزیکي شکل په بلخ کې ځای نه شو، په معنوي شکل یې ټوله نړۍ تسخیر کړه. مولانا جلال الدین بلخي ته که د معنویاتو د نړۍ سکندر ووایو، شاید مبالغه به مو نه وي کړې؛ ځکه دی د نړۍ په یو څو هغو لویو شاعرانو او عارفانو کې حساب دی، چې له ختیځه تر لوېدیځه یې د زړونو او ذوقونو پر ځمکه راج چلیږي. مولانا د ځینو لپاره صوفي، د ځینو لپاره عاشق، د ځینو لپاره شاعر او د ځینو لپاره فیلسوف او مفکر دی؛ که رښتیا ووایو هغه د عرفان، عشق، هنر او تفکر پر ټولو ساحو یو ډول راج کوي؛ خبره د لوستونکي د ذوق او دلچسپۍ ده، چې د مولانا له کوم اړخ سره یې لري؛ بس د ده خپله خبره ده، چې:
هر کسی از ظن خود شد یار من
از درون من نه جُست اسرار من
د مولانا جلال الدین بلخي شهکار اثر، مثنوي، په پېړیو پېړیو د دیني مدرسو د نصاب یوه لازمه برخه وه؛ څرنګه چې مثنوي د تفکر او هنر د امتزاج په پوله کې رازیږېدلې ده، ځکه نو د زیاترو پوهانو په نظر د پخوانیو ملایانو په نرمۍ او اخلاقي جوړښت کې د مثنوي او نورو پارسي نظميه اثارو له اثره نه شو منکرېدلای. د مولانا وجود په اوومه هجري پېړۍ کې داسې و، لکه د بشر د فکر او عواطفو ولاړ خلیج ته چې لویه ډبره وروغورځېږي او موجونه یې د خلیج تر لرې څنډو پورې ورسیږي.
د بلخ د دې لوی عارف او شاعر هنر او تفکر پښتنو ته د مدرسې او ممبر له لارې رارسیدلی دی؛ د ده له نامه سره ډېر خلک د مدرسې د ملایانو او طالبانو له ژبې اشنا شوي دي، ځکه هغه ملایان چې په مدرسه کې یې نظم لوستی وي، د مولانا له اثره نه شي خلاصیدای او د دوی د تقریرونو او موعظو مالګه د مثنوي له نمکدانه وي. له بلې خوا پښتنو شاعرانو او لیکوالو هم په خپل وار د مولانا له اثارو او افکارو ګټه اخیستې ده».
مولانا د ډاکټر درمل د خبرې په اساس محدود پاتې نه شو. هغه په خپله تصوفي حلقه کې لوی انساني افکار وروزل او د بشریت د ودې او معنوي روزنې لپاره یې په رموزو او نغاړلو خبرو کې مهمې خبرې لرلې. هغه کایناتو، انساني فطرت، بشري ژوند، لوړ انساني فکر او ورته مواردو په اړه د پام وړ ویناوې او خبرې کړې دي. د مولانا اثار ډېر خلک لولي او ټول ترې خپل مراد حاصلوي، خو داسې کسان هم شته چې د هغه ځينو مسایلو ته د بدعت په سترګه ګوري. دا چې د مولانا د ژوند پر مهال تصوف ځانګړی رنګ درلود، نو دی هم د تصوف په کړیو کې د ځانګړي نوم او نښان خاوند و.
مولانا یوازې تر خپلو اثارو نه محدودېږي، بلکې د هغه د ژوند کیسې چې د مریدانو له خولې یې تر خلکو رسېدلې دي، خورا په زړه پورې او بشریت ته له پند او نصحیته ډکې دي.
د مولانا تر ټولو مشهور اثر مثنوي معنوي دی. دا شعري اثر ۲۷زره بیته دی او تر ډېره د مثنوي په فورم کې بیان شوي حکایتونه او انساني ژوند ته نصحیتونه دي. ډېر خلک بیا مثنوي معنوي په نړۍ کې تر ټولو ستر عرفاني شعري اثر بولي. دغه اثر په پښتو ژبه هم ژباړل شوی دی. مولانا دا کتاب په (بشنو از نی چون حکایت میکند، از جدايي ها شکایت میکند) بیت پيلوي. مثنوي معنوي د مولانا د ارزښتناک عمر تر ټولو مهم او لوی اثر بلل کېږي. هغه د مثنوي د لیکلو پر مهال خورا پوخ فکر درلود. دا مهال دی پنځوس کلن و. د دغه اثر یوازینی ارزښت دا نه دی چې تاریخي قدامت لري؛ بلکې انسان ته د رستکارۍ او اخلاص یو بې جوړې پیغام دی. د عرفاني برخې پوهان وايي، مثنوي نه یوازې نظري عرفان دی؛ بلکې د نظري او عملي عرفان یو ګډ رامنځ ته شوی اثر دی. مولانا پخپله هم وایي، مثنوي مې د دې لپاره نه دی ویلی چې هغه چېرته راځوړند کړي، بلکې دا دې تر پښو لاندې کېږدي او اسمانونو ته دې وخېژي. دا د حقایقو معراج دی، نه دا چې چترۍ ترې جوړه کړي او ښار په ښار یې وګرځوي. نو ویلی شو چې د مولانا عرفان یوازې د تفسیر عرفان نه؛ بلکې د تغیر عرفان هم دی. د شمس دیوان د مولانا بل مهم اثر دی چې د شمس تبریز په نامه یې نومولی دی. دې ته دیوان کبیر هم وایي، چې د مولانا په اثارو کې ډېر مینه وال لري. د مولانا رباعیات یې بل اثر دی. فیه ما فیه د مولانا بل ارزښتمن اثر دی چې په افغانستان کې د هغه وخت د اطلاعاتو او کلتوز وزیر کریم خرم په لارښوونه پښتو ژبې ته ژباړل شوی دی. مولانا د دې تر څنګ مهم او منل شوي نور اثار هم لري چې دلته یې له یادونې تېرېږو.
مولانا یوازې په افغانستان کې نه؛ بلکې په نړۍ کې د درناوي وړ شخصیت دی. یونسکو ۲۰۰۷ز کال د مولانا په نامه ونوماوه او هغه ته د مولانا کال وایي. ترکیه هر کال د دغه ستر شاعر کلیزه نمانځي او ځانګړي مراسم یې تر سره کوي. د هغه شعرونه لسګونو سندرغاړو کمپوز کړي دي او لا هم په تصوفي حلقو کې لوستل کېږي.
مولانا په ۶۷۲هـ ق کال کې ناروغۍ او تبې ونیو. تر یوې مودې له دې ناروغۍ کړېده، تر دې چې د همدې کال د جمادي الاخر په پنځمه د یکشنبې په مازدیګر له دې نړۍ وکوچید. په دې ورځ په ټوله قونیه کې د غم ټغر خور و. د ماشومانو، ځوانانو، سپین ږیرو، مسلمانانو، مسیحیانو او یهودیانو ډلې ډلې پلویان د ده د اوسېدو ځای ته راتلل او پر مړینه یې خواشیني وو. ویل کېږي چې څلوېښت شپې او ورځې د ده پر مړینه په قونیه کې ماتم خور و. هغه په قونیه کې خاورو ته وسپارل شو او نن هم دغه ښار د ده د مقبرې د موجودیت له امله د زرګونو سیلانیانو د کوربه توب جوګه دی.