د امریکا ولسمشر به د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې خبرې وکړي او تر ډېره به پر ایران تمرکز وکړي. ټرمپ رسنیو ته ویلي چې د ایران په اړه به ډېر څه ووايي. دده په خبره د ایران په اړه ډېر داسې څه پېښېدونکي دي چې خلک ترې ناخبره دي. امریکايي رسنۍ وایي ټرمپ هڅه کوي د ایران پر وړاندې نړیوال ملګري پیدا کړي او پر دغه هېواد فشارونه ډېر کړي. ټرمپ خبریالانو ته ویلي اجازه به ور نه کړي چې ایران اټومي وسلې ولري او ددغه هېواد ټولو ورانکاره فعالیتونو مخه به ونیسي.





































