ایران د برتانیې، فرانسې او جرمني هغه ګډه اعلامیه رد کړې چې د سعودي د تېلو پر تاسیساتو د بریدونو پړه یې پر ایران اچولې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پر دوی تور پورې کړ چې د طوطي په څېر د امریکا بې بنسټه ادعاوې تاییدوي. د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن، د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په څنډه کې سره جرګه شوي او وايي د سعودي پر تېلي تاسیساتو د تېرې اونۍ د برید مسؤولیت ایران ته ور ترغاړې دی. دغو درېیو مشرانو ویلي چې د یاد برید لپاره په ښکاره کومه بله د منلو توضیح نشته خو ایران د دغه درېيو مشرانو دغه ګډه وینا رد کړې ده او د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پر دوی تور پورې کړی چې د امریکایانو بې معنا ادعاوې تکراروي. ایران پر اروپايي هېوادونو غږ کړی چې د امریکا بې بنسټه تورونه دې نه ورسره تاییدوي بلکې ددغه هېواد د کړنو پر وړاندې دې ودرېږي.





































