د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وایي، د کشمیر پر وروستۍ پرېکړه یوازې د ترهګرو روزونکي او پالونکي نه دي خوشحال. د انډیا ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، نوموړي دا خبرې پرون د امریکا په ټیکساس ایالت کې یوې پراخې ولسي غونډې ته د خبرو پر مهال کړې دي. دې غونډې ته له نوموړي سره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ورغلی وو او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی. دا غونډه په امریکا کې د هندوستاني ټولنې فعالینو جوړه کړې وه او ویل کېږي چې تر پنځوس زره ډېرو کسانو پکې ګډون کړی وو. مودي یادې غونډې ته ویلي، د کشمیر د ازادي له ختمولو نه یې موخه دا وه چې کشمیریان هم باید د نورو هندوانو په څېر ټولو حقونو ته مساوي لاسرسی ولري. هغه زیاته کړې، د نوموړي پر دې پرېکړه یوازې هغه خلک نه دي خوشحال چې کار یې د ترهګرو روزل او هغوی ته پناه ورکول دي. نوموړي پاکستان ته په ښکاره اشارې ویلي چې دې خلکو له هند نه کرکه خپله سیاسي اجنډا ګرځولې ده.





































