د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې ده چې د دې هېواد له ایران ضد تګلارې سره دې ملګري شي. اریکا چیوسانو ویلي، د سعودي پر تیلي تاسیساتو د ایران برید د منلو وړ نه دی او نړیوال باید پر دې هېواد فشار راوړي څو له ترهګرۍ لاس پر سر شي. نوموړې ویلي، نړۍ د ایران ضد مبارزې پرته بله چاره نه لري او که چېرته دې هېواد ته اجازه ورکړل شي نو تر دې هم خطرناک کېدلی شي. د نوموړې په خبره، باوري دي چې د سعودي پر تیلي تاسیساتو برید د ایران کار دی او دوی چوپه خوله نشي پاتې کېدلی. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د ایران په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي براین هوک ویلي وو چې امریکا به پر دې هېواد خپلو سوداګریزو فشارونو ته دوام ورکړي.





































