د افغانستان په سیاسي تاریخ کې د مجاهدینو د دورې په اړه چې څومره ځان پوهوې، په هماغه کچه دې په افغانستان کې د جهاد په نامه له شوې جګړې نفرت ډېرېږي؛ ځکه ټول ګوندونه د خپلې جګړې په ماهیت ښه پوره پوهېدل، ولې بیا یې هم د خپلو ګټو د تامین او خپلو اهدافو لپاره په زرګونو خلک قرباني کړل. که له دې موضوع یو څه ور هاخوا فکر وکړو، اکثره افغانان په ډېر پاک نیت د سرو ځواکونو پر وړاندې ودرېدل او ځانونه یې تر خپلې پاکې عقیدې قرباني کړل، په لکونو بې ګناه وګړي شهېدان شول، په میلیونونو بې کوره او کډوال او په میلیونونو نور هغه یې معلول او معیوب شول؛ خو ګټه چا وکړه؟ دا وطن ارام شو؟ اسلام مو وګاټه؟ هېواد مو وګاټه؟ غیرت مو وګاټه؟ نه! له دې ټولو موږ ته یوازې دا افتخار را پاتې دی چې روسان مو پسې واخیستل.
دلته نو ضرور ده دا هم وپوښتو چې روسان چا راوستل، ولې او څنګه ووتل؟
که د افغانستان سیاسي پس منظر ته وګورو، نو تر هر څه وړاندې مو له دې هېواد سره د غربي او شرقي بلاکونو ژوره علاقمندي هيښوي، نو باید پوه شو چې د افغانستان په تاریخ کې شوې ټولې سترې پېښې له رازونو، د افغانانو د پاکو احساساتو، خو د هغوی د رهبرانو له سترو بې عدالتیو او نظر تیریو خالي نه دي. د مجاهدينو دوره هم د همدې تاريخ يوه برخه ده.
د مجاهدينو رهبرانو ولې د ولس له احساساتو سره بې انصافي کړې ده؟ ځکه چې افغانستان ته د امریکایي ځواکونو د راتګ موضوع ډېره پخوا مطرح شوې وه، خو امریکا تر ډېره افغانستان ته راتګ ته زړه ښه نه کړ، دا چې ولې؟ خدای ښه پوهېږي.
کله چې روسيه له خپلو افغان انډيوالانو سره افغانستان ته د سرتېرو په را استولو سلا شوه، نو مجاهد رهبرانو پر افغانستان د یرغل د قوي احتمال په اړه امریکا ته وویل، چې ښایي روسیه خپل پوځيان افغانستان ته را واستوي. خو امريکايانو ویل چې لومړی فکر نه کوي چې روسان دې دا تېروتنه وکړي، که بيا هم دا کار وکړي، نو امريکا به پر روسيه بنديزونه ولګوي.
د وخت په تېرېدو روسيې پر افغانستان نظامي يرغل وکړ او امريکا، چې د افغانستان په اړه يې ښه معلومات درلودل، له روسيې د ويتنام د ماتې د غچ اخيستلو لپاره مناسبه موکه تر لاسه کړه.
د شوروی د تېري په لومړیو کې د امریکا ولسمشر جېمي کارټر وویل چې شوروي به پر افغانستان د تېري دروند پور پرې کړي. هغه وو چې د امریکا او شوروي تر منځ سړه، خو د افغانانو تر منځ ګرمه او میداني جگړه پیل شوه. که چېرته امریکا له مجاهدینو ملاتړ نه وای کړی، د دې احتمال و چې مجاهدین به له ماتې سره مخ شوي وای.
د امریکا د غوښتنې پر اساس پر افغانستان د شوروي پر تېري ډېرو سازمانونو غبرګونونه وښودل. د اسلامي هېوادونو کنفرانس او ډېرو نورو هېوادونو پر افغانستان د شوروي یرغل وغانده. هغه وو چې امریکا هم د افغانستان اشغال د سیمې د سولې لپاره یو جدي ګواښ وباله او د فارس خليج پر حوزه يې د کنټرول ټينګولو هڅې پيل کړې.
هغه عکس العملونه چې په افغانستان کې د شوروي د تېري پر وړاندې وښودل شول، د امريکا لپاره د خوشالۍ زېري وو. امريکا له ایډیالوژیکي پلوه د اسلام او کمونېزم بحث راپورته کړ، په داسې حال کې چې په حقیقت کې يې نه د اسلام پروا درلوده او نه هم د مجاهدينو. دوی ته يوازې دا مهمه وه چې خپل دوديز سيال مات کړي او د دې کار لپاره افغانستان تر ټولو غوره ځای و.
اوس چې کله د جهاد خبره کېږي، نو ويښ وجدانونه وايي چې هو! موږ جهاد کړی، قربانۍ مو ورکړې دي، خو دا جهاد مو په غير شعوري ډول د نورو د ګټو لپاره کړی دی، جهادي رهبران مو هوسا کړي دي، هغه رهبران چې نه يې پخوا د ملي او ديني ارزښتونو په پېژندلو او تعريفولو سر خوږولی او نه يې هم اوس پروا لري.
جهادي رهبرانو تل له ملت سره جفا کړې ده، د ولس پاک احساسات او عقايد يې د خپلو شخصي ګټو لپاره کارولي دي. د شهيدانو په وينو يې پيسې ګټلې دي او لا هم د مجاهدينو په نامه له جامو سره د خلکو په سترګو ور ننوځي او باج ترې غواړي.
په دې کتاب کې به د مجاهدینو او ننیو لوړو پوړو چارواکو د شالید او پس منظر په اړه جالبې کیسې واوری، کتاب حتماً ولولئ.
مینه وال کولای شي یاد کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتاپبلورنځیو څخه په مناسب قېمت تر لاس ه کړي.