د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، تر دوو کلنو خبرو وروسته د سوریې د اساسي قانون کمېټه تشکیل شوې ده.
ګوترېش د دغه سازمان په مقر کې ویلي، دا یوه معتبره، متوازنه او ټول شموله کمېټه ده چې د بشارالاسد د رژیم او سیاسي مخالفینو استازي به پکې شامل وي.
د نوموړي په خبره، د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګیر پیدرسن به په راتلونکو اونیو کې د سوریې د اساسي قانون د کمېټې غونډه وکړي.
هغه دا هم ویلي، باور لري چې د دې کمېټې جوړېدل به د سوریې د څه باندې اته کلنې کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو لپاره د یوې سیاسي حللارې پیل وي.
دا په داسې حال کې ده چې د سوریې کورنۍ جګړه په ۲۰۱۱ ز کال کې پیل شوه چې د شمېرو له مخې، تر دې مهاله پکې له ۴۰۰ زرو څخه ډېر کسان وژل شوي او میلیونونه نور بېځایه شوي دي.
ګوترېش ویلي، د سوریې حکومت او مخالفینو یې د یوه هوکړه لیک پر اساس خپلمنځي اختلافات پرېښي او د دې کمېټې پر جوړېدو یې هوکړه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، دا کمېټه ۱۵۰ غړي لري او په هغه کې د دواړو لورو استازي او د نړیوالې ټولنې غړي هم شامل دي.
په ورته وخت کې ټاکل شوې چې په سوریه کې د ولسمشرۍ ټاکنې په ۲۰۲۱ ز کال کې وشي.
ملګري ملتونه هیله لري چې پر اساسي قانون خبرې به داسې فضا او میکانېزم رامنځته کړي، چې له آزادو او منصفانه ټاکنو سره به مرسته وکړي.
بلخوا سوري چارواکو ویلي، بشارالاسد به بیا په دې ټاکنو کې ګډون وکړي. د یادونې ده چې مسکو او تهران د اسد د رژیم ملاتړي دي.
خو د سوریې د حکومت سیاسي مخالفینو ویلي، څو چې اسد واکمن وي، د دغه هېواد د ستونزو د هواري لپاره به هېڅ ډول سیاسي حللاره نه وي.
ملګري ملتونه داسې مهال د سوریې د اساسي قانون د کمېټې د تشکیل خبره کوي، چې د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د روسیې، ترکیې او امریکا په مرسته اوربند رامنځته شوی او دغو سیمو ته له ترکیې او نورو هېوادونو څخه د سوري کډوالو ځینې کورنۍ هم بېرته ستنې شوې دي.































