د امریکا ډموکراټ ګوند چې د کانګرس ډیری برخه غړي لري وایي، د ولسمشر ټرمپ د استیضاح لپاره به رسمي پلټنې پیل کړي. د نوموړي د استیضاح لپاره پلټنې وروسته تر هغه پیلېږي چې ویل کېږي ټرمپ له اوکراین څخه د سیاسي ملاتړ غوښتنه کړې ده. د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي پرون د دې پرېکړې په کولو سره ویلي، ولسمشر ټرمپ باید ځواب ووایي، ځکه چې په خبره یې هیڅوک هم له قانون څخه لوړ نه دي. خو ټرمپ ویلي، له زیلنسکي سره دې د ده د جنجالي خبرو متن بیخي بربنډ رابهر کړل شي. هغه زیاته کړې، هېواد اوس تر ټولو ښه حالت لري او ډیموکراټان ټاکنې بایلي، ځکه فکر کوي چې دا استیضاح د هېواد په ګټه ده.





































