د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر ویلي، د سعودي پر تیلي تاسیساتو د حملو غبرګون کې د نظامي برید په ګډون ټول انتخابونه د مېز پر سر دي. هغه د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په څنډه کې ویلي، ملګري ملتونه پلټنه کوي چې دا برید له کوم ځای څخه شوی دی خو په خبره یې له دې ټولو سره سره د دوی په باور د برید مسوول ایران دی. نوموړي زیاته کړې، دوی غواړي د نړیوالي ټولنې ملاتړ خپل کړي چې له هغه وروسته به خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي. که څه هم د سعودي پر تیلي تاسیساتو د برید پړه په یمن کې فعالو حوثي یاغیانو پر غاړه اخیستې ده خو د سعودي، امریکا او بریتانیا په ګډون ځینې نور هېوادونه باور لري چې دا برید د ایران کار دی. خو تهران بیا دا تورونه په وار وار رد کړي دي.





































