پاکستان کې د پرونۍ زلزلې له امله د مړو شمېر ۳۱ او د ټپیانو هغه ۴۵۲ تنو ته رسېدلی دی. د راپورونو له مخې د دې زلزلې چې مرکز یې د پنجاب میرپور ښار ښودل شوی دی شدت یې د ریښتر په کچه پنځه اعشاریه اته درجې و. د پاکستان تر واک لاندې کشمیر لومړي وزیر راجا فاروق حیدر ویلي چې د کشمیر په ځینو برخو کې هم ګڼ شمیر ودانۍ ویجاړې شوي دي او خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. په ورته وخت کې د میرپور ښار اوسیدونکي وایي چې په ښار کې سړکونه ویجاړ شوي او د ټلیفون او برق پایو غورځیدلو له امله د سیمې اوسیدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.





































