هند یو ځل بیا ویلي چې پاکستان د ترهګرو فابریکه ده. د هند د بهرنیو چارو وزیر په نیویارک کې په یوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، دوی د ستونزو حل په خبرو کې ویني خو هېڅ وخت له ترهګرو سره خبرې نه کوي. جي شنکر وایي، پاکستان د ترهګرو په څېر چلند کوي، د ترهګرو فابریکه ده، ترهګر روزي، د سیمې هېوادونو ته یې صادروي او خپله بهرنۍ پالیسي د ترهګرو پر مټ پر مخ وړي. شنکر دغه راز ویلي چې په ټوله سیمه کې ثبات یوازې له دې لارې راتلی شي، چې پر پاکستان فشارونه ډېر شي او دغه هېواد د ترهګرو له ملاتړه را وګرځول شي. دغه لوړپوړي هندي ديپلومات ټینګار کړی چې دفاعي ځواکونه یې د خپلې خاورې دفاع ته تیار دي او که پاکستان ستونزې جوړې کړي نو دوی به یې پر وړاندې درېږي.





































