ټرمپ امریکا ته د ایراني چارواکو او ددوی د کورنۍ د غړو پر ورتګ بندیز لګولی دی. د امریکا ولسمشر پر ایران د فشارونو په دوام تازه امر کړی چې امریکا ته دې د ایراني چارواکو او ددوی د کورنیو پر ورتګ محدودیتونه وضع کړل شي. دده په خبره د کډوالۍ او یا بلې هر موخې لپاره امریکا ته د ایراني چارواکو او ددوی دکورنیو د غړو ورتګ خطرناک دی نو ځکه بندیز ورباندې لګوي. ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران په سیمه کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، تاوتریخوالي ته لمن وهي او ناندرۍ ډېروي. ده پر ایران د لا ډېرو فشارونو خبرداری هم ورکړی دی.





































