د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، د کشمیر پر سر ممکن له هندوستان سره ونښلي. د نوموړي په خبره هندوستان هلته زور زیاتی پیل کړی دی او هېواد یې د کشمیریانو د دفاع لپاره هر کار ته پوره چمتوالی لري. نوموړي زیاته کړې، په کشمیر کې د هند له لورې ګرځ بندیز خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. عمران خان وایي، که چېرته دا وضعیت دوام ومومي، خلک ستړي کېږي او په هغه صورت کې عام وژنه هم شونې ده. خان د هند هغه ادعا هم په کلکه رد کړې ده چې ګنې په زرګونو جنګیالي کشمیر ته د ننوتلو په حال کې دي. نوموړي زیاته کړې، دا یوه پوچه ادعا ده، پاکستان ته به له دې کاره څه ګټه ورسېږي، په داسې حال کې چې دا کار به هلته زور زیاتی نور هم ډېر کړي. نوموړي دغه راز ویلي، د ټرمپ په غوښتنه یې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره هم خبرې کړې دي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي.





































