د راپورونو له مخې یوې قوي زلزلې د اندونیزیا ځینې ښارونه ولړزول او سلګونه کسان یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل. وروستي راپورونه ښيي چې په پېښه کې تر ۳۵ کسانو وژل شوي او د ۱۸۰ په شاوخوا کې نور ټپیان دي. ددې تر څنګ تر ۲۵۰۰ پورې کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. په پېښه کې ودانیو ته هم زیانونه اوښتي، ترانسپورتي خدمات ګډوډ شوي او برېښنا زیانمنه شوې ده. دولتي چارواکو ویلي چې دوی له اړمنو سره مرستې ته ورغلي دي خو د ځینو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.






































