په پاکستان کې د چین سفیر یاو جینګ ویلي، چین تل غوښتي په افغانستان کې سترې او بنسټيزې پروژې پلې کړي خو امریکا یې په لار کې خنډونه جوړوي. دده په خبره د یوناما د ماموریت په غځولو کې د چین ستر ټینګار دا و، چې د یو کمربند یوې لارې پروژه هم په دغه ماموریت کې ور زياته کړل شي، خو امریکا ددې کار اجازه نه ورکوي. دده په خبره دوی د یوه با ثباته او سوله ییز افغانستان غوښتونکي دي چې له همدې امله ډېر وخت په افغانستان کې پر سترو پروژو د پانګونې لپاره زړه ښه کوي. یاو جنګ هیله څرګنده کړې چې دا ځل ولسمشریزې ټاکنې په افغانستان کې ددایمي سولې او ثبات سبب شي. دغه چینايي ديپلومات دا هم ویلي چې هېواد یې تل د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري کړې ده او دغه همکارۍ ته به ادامه ورکوي.






































