د رسنیو د راپورونو له مخې د حکومت د مخالف ګوند زرګونه لاریون کوونکو له حکومت وغوښتل چې د بې ګناه وګړو د زنداني کولو او ځپلو لړۍ پای ته ورسوي. د لاریون کوونکو په خبره حکومت ولس ته د نظر څرګندولو حق نه ورکوي او هغه کسان زندانونو ته اچوي چې د حکومت له ځینو کړنو سره مخالفت لري. د مخالف ګوند مشرانو په تېره الکسي ناولني په دې لاریون کې د خبرو پر مهال ویلي، یوازینۍ لار چې خلک یې پر مټ خپل حقوق تامینولی شي لاریونونه او اعتراض دی. دده په خبره په دې توګه خلک کولی شي پر حکومت فشار ډېر کړي او دوی اړ کړي چې له غیر قانوني کړنو او فعالیتونو لاس په سر شي.






































