د سعودي عربستان ولیعهد وايي که نړۍ د ایران پر وړاندې و نه درېږي، نو د تېلو بیې به بې کچې لوړې شي. دده په وینا ایران په سیمه کې د ترهګرۍ او کشمکشونو ملاتړ کوي او که نړۍ د ایران پر دغه کار سترګې پټوي نو عربستان به هم خپل اقدامات پيل کړي. دده په خبره د تېلو بیې به په ټوله نړۍ کې هومره لوړې شي چې چا یې تصور هم نه وي کړی. د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان وایي ټول شواهد او ثبتونو دا ښيي چې ایران د ارامکو د تېلو پر چاڼځایونو برید کړی دی او نړۍ یې باید پر وړاندې اقدام وکړي.






































