ژاک شيراک د تېرې پنجشنبې په سهار د سپټمبر په ۲۶مه له دې نړۍ لاړ. هغه اوږده موده ناروغي تېره کړه او د همدې ناروغۍ له امله په ۸۶ کلنۍ کې ومړ. د کلونو لپاره په فرانسه کې د سیاست او حکومتولۍ وتلې څېره وه. هغه د انسانپالنې، طبعیت دوستۍ، هنر پېژندنې، محافظه کارۍ، سیاسي لابیګرۍ او کله کله د بې پروایۍ یو ترکیب و. شیراک له زده کړو او سیاسي وړو فعالیتونو وروسته بیا په مطرح توګه پوره څلوېښت کاله د فرانسې په سیاسي جریانونو کې فعاله ونډه لرله. د فرانسې په سیاسي صحنه کې یې حضور درلود او مجلس کې له استازیتوب نیولې، تر لومړي وزارت، د اپوزیسیون جوړول او بالاخره دوولس کاله ولسمشري یې مهم فعالیتونه دي.
ځینو خلکو ورسره مینه لرله او ځینو کرکه ترې کوله. خو سره له دې یې په سیاست کې پوره تجربه لرله. د ترخو ماتو څکل او د ښایسته بریاوو خوندونه یې له ځان سره لرل. همدې ماتو او بریاوو شیراک ته دومره با وقاره شخصیت بښلی و، چې سم سیاسي پوخوالي ته رسېدلی و او ان سیاسي رقیبانو یې هم سخت درناوی ورته درلود. د ده پر ځای پرېکړو، قوي کارونو، ډېر وخت بې طرفۍ نوموړی د ډېرو خلکو په زړو کې یو باوقاره سیاستوال هک کړی و.
د ۱۹۷۶ ز کال په جون کې د جنرال دوګل پلویانو (د جمهوریت لپاره اجتماع) تاسیس کړه. د دوګل پلویانو له شیراک ملاتړ وکړ او شیراک د دې شورا او جماعت مشري کوله. په دې توګه نو دی نه یوازې د ټولو مخالفانو مشر او رهبر شو، بلکې د یوه پیاوړي سیاستوال په توګه راڅرګند شو.
شیراک په نوې ځوانۍ کې یو شورشي او له کشمکشونو ډک ژوند درلود. دی اووه کلن و چې د دویمې نړیوالې جګړې غږ یې په خپلو غوږونو واورېد. دی په ۱۹۳۲ز کال کې د نومبر په ۲۹مه په پاریس کې زیږېدلی دی. همدلته لوی شوی دی او د ژوند لومړنۍ سړې تودې همدلته ورباندې راغلې دي.
د ۱۹۵۰ ز کال په لومړیو کې شیراک اوولس کلن و او په بشري فعالیتونو یې پيل وکړ.د ستاکهلم په یوه غونډه او ټولپوښتنه کې یې د اټومي وسلو د پراختیا ضد پرېکړه لیک باندې لاسلیک وکړ. کله یې چې خپل ډيپلوم واخیست، نو غوښتل یې د ټولې نړۍ په سمندرونو کې سفر وکړي. خو پلار یې د واک تنده لرله او غوښتل یې زوی یې ښې لوړې څوکۍ ته ورسېږي.
بالاخره د ۱۹۵۰ ز کال په لومړیو کې یې د پاریس د سیاسي مطالعاتو یا (سیانس پو) مرکز کې نوملیکنه وکړه. خو په دې وخت کې یې لا هم خپله لار نه وه پیدا کړې. په دې دوره کې یې د یو څه وخت لپاره له کمونیست ګوند سره اړیکې پیدا کړې. په همدې وخت کې یې د کمونیست ګوند ورځپاڼه پلورله او د ګوند په غونډو کې یې ګډون کاوه. دی وايي چې د سولې او برابرۍ لپاره یې ارمانونه لرل، نو ځکه یې کمونیست ګوند غوره کړ. دی پخپله وایي، ((دا چې کمونیست ګوند مې غوره کړ، علت یې هم زما سوله پال ارمانونه وو)).
وروسته د ۱۹۵۳ ز کال په اوړي کې امریکا ته لاړ. هلته د امریکا چاپېریال او راشې ورشې پرې اغېز وکړ. د امریکا له سیاسي وضعیت، فرهنګي چارو او هنر سخت اغېزمن شو. پاریس ته چې را وګرځېد، له برنادت نومې نجلۍ سره یې کوژده وکړه. هغه هم د پاریس په سیانس پوه کې محصله وه. په ۱۹۵۶ز کال کې یې د خپلې کورنۍ د خوښې پر خلاف له برنادت سره واده وکړ. د ۱۹۵۶ز کال د مارچ بیا د ۱۹۵۷ز کال تر جولای پورې په داسې حال کې چې د فرانسې د ملي ادارې د پوهنتون زده کوونکی و، الجزایر ته لاړ او په جګړه کې یې ګډون وکړ او په همدې جګړه کې دی ټپي هم شو.
له جګړې بېرته فرانسې ته را ګرځي او زده کړې یې بشپړوي. د زده کړو تر بشپړولو وروسته په سیانس پو مرکز کې د یو څه مودې لپاره استادي کوي. د ۱۹۶۲ز کال په جولای کې د لومړي ځل لپاره دولتي کارونو کې ونډه اخلي. په لومړي سر کې د دولت د ټول مدیر په دفتر کې و. څو میاشتې وروسته د لومړي وزیر ژرژ پمپیدو دفتر ته ځي او هلته کار پيلوي. په دې وخت کې جنرال دوګل د فرانسې ولسمشر و. په ۱۹۶۵ز کال کې د فرانسې د یوه ښار د ښاري شورا مشر وټاکل شو. هلته یې مهم کارونه وکړل او د یوه بریالي ښاروال دنده یې تر سره کړه. پمپیدو به شیراک ته د بلډوزر لقب کاراوه او په خبره یې هغه ډېر کار خوښی او فعال سړی دی. تر سلاکارۍ وروسته یې د فرانسې د دولت هیئت ته لاره پیدا کړه. دا نو د شیراک لپاره د سختو کارونو د پیل لومړي ګامونه وو، خو هغه ډاډه و چې د ډېر کار ظرفیت لري او د دې وړ دی چې تر هر څه بریالی را ووځي. له همدې ځایه د پمپيدو په حکومت کې بېلابېلو لوړو څوکیو په تېره وزارتونو ته ورسېد.
په ۱۹۷۴ز کال کې پمپیدو مړ کېږي. په دې وخت کې پمپیدو د فرانسې ولسمشر و، خو ناڅاپي مړینه یې د دې سبب شوه چې په فرانسه کې تر وخت مخکې ټاکنې وشي. په دې ټاکنو کې ژاک شیراک مهم او ټاکونکی رول درلود. د ده په پوره همکارۍ، ملاتړ او لارښوونه والري ژیسکار په ټاکنو کې بریالی شو او د فرانسې د ولسمشرۍ چارې یې په غاړه واخیستې. شیراک په دې وخت کې خپل ګوند ته شا کړه. له همدې امله یې له والرې پوره ملاتړ کاوه او د ګوند پر ځای یې د هغه واک ته رسول مهم بلل.
نوي ولسمشر د لومړي ځل لپاره ژاک شیراک د لومړي وزارت څوکۍ ته ورساوه. د ۱۹۷۴ز کال په جولای کې ژاک شیراک د فرانسې لومړی وزیر و او د نړۍ له بېلو هېوادونو سره یې د ښو اړیکو جوړولو چارې او فعالیتونه پيل کړل. له دې سره جوخت په حکومت کې ځینې فعالیتونه او مسایلو وو چې د ده او ولسمشر تر منځ ورباندې د نظر اختلاف و. د فرانسوي رسنیو په خبره، د دوی دا خوږه ملګرتیا ډېره اوږده نه شوه. نړیوالو ستونزو، په فرانسه کې کمزوري اقتصاد او نورو مسایلو د شیراک او والرې ترمنځ د نظر اختلاف نور هم ژور کړ.
په ۱۹۷۶ز کال کې ژاک شیراک واک پرېښود او د هغه وخت ولسمشر والرې وویل، چې شیراک د چارو د مدیریت وړتیا نه لرله، ستونزې یې نه شوی حل کولی، نو ځکه یې له خپلې دندې استعفا ورکړه. د همدې کال په پارلماني ټاکنو کې شیراک له کوم زحمت او تکلیف پرته مجلس ته بریالی شو. په همدې کال کې یې د جنرال دوګل د پلویانو په ملاتړ یو ګوند جوړ کړ او پخپله یې مشري په غاړه واخیسته.
په همدې موده کې یې دوه ځله یو ځل په ۱۹۸۱ز کال او بل ځل په ۱۹۸۸ز کال کې هڅه وکړه چې د فرانسې ولسمشر شي. خو په دې وخت کې د سوسیالیستانو د واکمنۍ طلايي دورې وې. فرانسوا میتران د سوسیالست ګوند مشر د کاریزماتیک شخصیت د لرلو له امله پر خپلو ټولو حریفانو ساحه تنګه کړې وه. دی مخکښ و او هېچا ورسره رقابت نه شوی کولی.
د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۱ز کال کې شیراک په همغه لومړنۍ مرحله کې د ټاکنو له سیالیو پاتې شو. دا د دې سبب نه شوه، چې هغه دولتي دنده پرېږدي. په ۱۹۸۸ز کال کې په داسې حال کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند شو، چې کېڼ لاسی سیاستوال ولسمشر او د چپیانو پلوی لومړی وزیر و. دا ځل یې دویم پړاو ټاکنو ته لاره پیدا کړه، خو بیا یې هم د میتران پر وړاندې ماتې وخوړه او د ولسمشرۍ ارمان یې داځل هم پوره نه شو.
په ۱۹۹۵ز کال کې د میتران د ولسمشرۍ پرله پسې اووه کلنه واکمني ختمه شوه. دا نو د ژان شیراک د نوماند کېدو لپاره تر ټولو غوره فرصت و. بالاخره په شپېته کلنۍ کې ژان شیراک د فرانسې دوه ویشتم ولسمشر شو. هغه همدا چې واک ته ورسېد، نو متفاوت سیاست یې پيل کړ. په ځوانۍ کې یې د اټومي وسلو د له منځه وړلو او محدودیت لپاره مبارزه کوله، خو چې د فرانسې ولسمشر شو، د څو اټومي ازمویښتونو امر یې ورکړ.
له کشمکشونو سره سره د ژان شیراک د ولسمشرۍ لومړۍ دوره پای ته ورسېده. دا وروستۍ دوره وه، چې د فرانسې یو ولسمشر د اوو کلونو لپاره په واک کې پاتې کېږي، تر دې وروسته د ولسمشرۍ موده پنځو کلونو ته را ټيټه شوه. په دې مانا چې شیراک د فرانسې د ولسمشر واک له اوو کلونو پنځو کلونو ته راټيټ کړ.
د ۲۰۰۲ ز کال په ټاکنو کې سوسیالستانو دومره طالع نه لرلې. د دوی نوماند ژوسین په لومړۍ مرحله کې له ټاکنو حذف شو. ژاک شیراک او ژان ماري لوپن د ټاکنو دویم پړاو ته لاره پیدا کړه. په دې وخت کې د افراطي ملي پالو د واکمنېدو وېره ډېره وه. لوین د دوی استازیتوب کاوه. سوسیالستانو د ملي پالانو له واکه وېره لرله، نو سره له دې چې شیراک یې د خپلو ارمانونو د پوره کولو جوګه نه ګاڼه، له ده یې ملاتړ وکړ. په دې توګه نو د ژاک شيراک په ملاتړ یو بې مخینې او ستر ائتلاف جوړ شو. نوموړي په دې ټاکنو کې څه باندې ۸۲ سلنه رایې وګټلې چې د فرانسې په تاریخ کې یې ریکارډ جوړ کړ. په دې ټاکنو کې بېرته د فرانسې ولسمشر شو، په الیزه ماڼۍ کې پاتې شو او د ولسمشرۍ دویمه دوره یې پيل کړه. د افراطي ملي پالو لپاره دا تاریخي ماتې د زغملو نه وه. د ۲۰۰۲ ز کال تر ټاکنو لږ وروسته دوی په یو لړ نظامي مراسمو کې د ژاک شیراک د وژلو هڅه وکړه، خو نوموړی له دې پېښې روغ ووت. د شیراک د ولسمشرۍ لا یو کال نه و تېر چې د عراق او امریکا جګړه ونښته. دی تر پایه پر عراق د امریکا د برید مخالف و.
په ۲۰۰۵ ز کال کې په داسې حال کې چې فرانسه د ټولنیزو کشمکشونو په اور کې ډوب وه، شیراک له مغزي سکتې سره مخ شو. ډېرو دا فکر کاوه، چې د پمپیدو برخلیک د فرانسې دغه ولسمشر ته هم راغلی دی، خو څو ورځې وروسته ټلویزیوني شبکو ژاک شیراک وښود چې جوړ و او له روغتونه رخصتېده. خو په هر حال د خپلې واکمنۍ په دوو وروستیو کلونو کې هغه له جسمي او سیاسي نظره کمزوری شوی و. په دې وخت کې نیکولا سرکوزي چې ډېر مشهور شوی و او وخت ناوخت به پر رسنیو راڅرګندېده، د واک څښتن شو. شیراک د ګوند واک له دې وروسته سرکوزي ته ورکړ او هغه د چارو پر سمبالښت پیل وکړ. په ۲۰۰۷ ز کال کې چې سرکوزي الیزې قصر ته ننوت، نو د شیراک د سیاسي فعالیتونو څلوېښت کلنه دوره هم پای ته ورسېده.
شیراک د تقاعد پر مهال د آلزایمر د ناروغۍ له امله په عمومي مجلسونو کې نه ظاهرېده. په ۲۰۱۶ ز کال کې د خپلې لور پر مړینه سخت خواشینی شو او له ژور خپګان سره مخ شو. جسمي وضعیت یې په وروستیو کلونو کې خورا د اندېښنې وړ و، کله به په روغتون او کله به په کور کې و. اوس یې تر مړینې وروسته دا جمله د ډېری فرانسویانو په خوله شته چې وايي، د فرانسې یوې برخې موږ پرېښودو.