د شمالي او جنوبي وزیرستان څخه د پاکستاني پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ مشران علي وزیر او محسن داوړ له څلور میاشتني زندان تېرولو وروسته پرون د یاد هېواد پارلمان ته ورغلي وو. محسن داوړ پارلمان ته په خپله وینا کې، یو ځل بیا هغو ټکو ته اشاره وکړه چې پاکستاني سیاستوالو ته د ټوپک ډز په څېر دي. نوموړي ویلي، دوی نور له پاکستاني ریاسته د وفادارۍ تمه نه لري، دوی قرباني شوي او اوس به ریاست خامخا ورته حساب ورکوي. داوړ زیاته کړې، عمران خان خپله منلې چې له ټولې نړۍ نه را ټول شوي ترهګر پاکستان روزلي. هغه ویلي، دی باید ددې ترهګرو له لورې د وژل شویو کسانو پوښتنه له چا څخه وکړي. نوموړي زیاته کړې، کوم جنګي ذهنیت چې پاکستان جوړ کړی دی د همدې له امله پوره یو نسل پښتانه وژل شوي او اوس چې یې دوی پوښتنې ته راوتلي نو په بیلابیلو نومونو نیول کېږي او ربړونې ورکول کېږي، ایا دا انصاف دی؟. د نوموړي تر دې خبرې وروسته پر پاکستاني چینلونو د ده غږ چوپ شوی دی. علي او محسن څلور میاشتې مخکې په خړ کمر سیمه کې پر یو چیک پواینټ تر برید وروسته په دې تور ونیول شول چې ګوندې، په دې برید کې دوی لاس لري.






































