د سينهووا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کليزې د نمانځنې مراسم، د اکټوبر په لومړۍ د بيجېنګ په تيان ان من ميدان کې تر سره شول. چينايانو د پوځي رسم ګذشت او ولسي قطارونو له لارې دغه جشن ونمانځه. د دغه هېواد د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رييس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پېنګ په دغو مراسمو کې مهمه وينا وکړه او له رسم ګذشتونو څخه يې ليدنه وکړه.
د دغه هېواد د دولت رییس شي جین پېنګ په خپله وينا کې وويل، پرونی چين د بشريت په تاريخ کې ليکل شوی، نننی چين د سلو میليونو چينايانو په لاسونو جوړېږي او راتلونکی چين به حتماً لا ښکلی وي.
هغه وویل، د چين کمونېست ګوند، پوځ او د بېلابېلو قومونو ټول غړي دې په نږدېوالي سره د لومړۍ موخې د تر سره کېدو لپاره خپلې دندې پر غاړه واخلي او د چين ولسي جمهوريت د پرمختګ، د دوو سل کليزو موخو د تر سره کېدو او د چيني ملت د بياسمسورتيا لپاره دې هڅې وکړي.
د معلوماتو له مخې، د دغه هېواد جمهوریت د جوړېدو د ۷۰مې کلیزې په مراسمو کې ۱۵ پليو ډلګيو، د پوځي تجهيزاتو او وسلو ۳۲ ډلګيو او د الوتکو ۱۱ ډلګيو ګډون کړی و.
شي وويل: «نن ورځ چين د سوسيالېستي هېواد په توګه د نړۍ په ختيځه برخه کې ولاړ دی او هېڅ ځواک د چين مقام ته زيان نه شي رسولی او د چينايانو او چيني ملت د پرمختګ مخه نه شي نيولی».
هغه زیاته کړه، د چين ولسي جمهوريت جوړېدو په وروستۍ زمانه کې د وروسته پاتې او بېوزله هېواد په توګه د چين برخليک بدل کړی او چيني ملت د بياسمسورتيا په لاره کې ګامونه پورته کړي دي.
هغه دغه راز په یادو مراسمو کې په خپله وينا کې د انقلاب د هغو پخوانيو اتلانو او قربانيانو ژوره يادونه وکړه، چې د چيني ملت د خپلواکۍ، د چينايانو د ازادۍ، د دولتي ځواکمنۍ او د خلکو د نېکمرغۍ لپاره يې د يادولو وړ خدمتونه کړي دي.
شي جېن پېنګ له نورو هېوادونو هم مننه وکړه چې د چين پرمختګ ته پاملرنه کوي او ورڅخه يې ملاتړ کړی او کوي يې.
نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې چين دې د پرمختګ په بهير کې د سوله ييز يووالي او په يو هېواد کې د دوو نظامونو د پلي کولو پر تګلارو ټينګار وکړي، څو د هانکانګ او مکاو د دايمي سمسورتيا او ثبات او د تايوان تنګي د دواړو غاړو سوله ييز پرمختګ وساتل شي. نوموړي له چينايانو څخه غوښتنه وکړه چې د هېواد د يووالي د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.






































