د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې هر کال سلګونه کسان اروپا ته د تګ پر مهال په مدیترانه کې ډوبېږي. د سرچینې په خبره روان کال تر دې دمه دغه شمېر تر زرو کسانو اوښتی دی. دغه اداره وایي، د ۲۰۱۹ کال له پیله تر ۶۹ زره پورې کسانو هڅه کړې چې له مدیترانې په تېرېدو ځان اروپا ته ورسوي. له دې ډلې یوازې په تېره میاشت کې نهه زره کسان له دې لارې تېر شوي دي. دوی په قاچاقي او غیر قانوني توګه له دې لارې تېرېږي چې ډېر وخت ورته د سر او مال زیانونه اوړي. له ۲۰۱۴ کال راهیسې تر دې دمه لږ تر لږه ۱۸ زره کډوال په دغه اوبو کې ډوب شوي دي. د کډوالو عالي کمیشنري وایي په سیمه کې دې د ژغورنې کېښتۍ ډېرې شي او یا دې د کډوالۍ د بحران ختمولو ته اړین او عملي پلانونه جوړ کړل شي، څو دغه خونړی او بحراني وضعیت کنټرول کړل شي.






































