د سعودي پر تیلي تاسیساتو د ایران تر مشکوک برید وروسته، د امریکا د سمندري ځواکونو قومندان له سعودي چارواکو سره د سلا مشورو لپاره ریاض ته تللی دی. نوموړي پر ایران د احتمالي بندیزونو په اړه د سعودي د سمندري ځواک له قومندان سره لیدلي دي. جیمز مولای له خپل سعودي سیال سره په خبرو کې ویلي چې د ایران له ګواښونو سره د مقابلې لپاره سیمه ییزه مبارزه اړینه ده او یاد هېواد باید پوه شي چې له تروریزم څخه ملاتړ یې په ګټه نه دی. د سعودي پر تیلي تاسیساتو برید د نړۍ شاوخوا پنځه سلنه تیلي سرچینې زیانمنې کړې دي. امریکا او ځینو اروپایي هېوادونو په دې برید کې ایران پړ بللي خو ایران په وار وار دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې امریکا هڅه کوي په دې توګه د دوی پر وړاندې سیمه ییز هېوادونه وپاروي.






































