له امریکا سره د تازه خبرو اترو پیلیدو په درشل کې شمالي کوریا یو ځل بیا توغندي توغولي دي. د جاپاني رسنیو د راپورونو له مخې، د شمالي کوریا پوځ نن سهار وختي د دې هېواد د سمندر پر سر توغندي توغلي دي. د جنوبي کوریا خبري اژانس یونهاپ، د پوځ د یوه ویاند له قوله لیکلي چې دغه توغندي د لنډ واټن ویشتونکي توغندي وو. ویل شوي چې دغه توغندي د ونسان ساحلي ښار له یوې څنډې توغول شوي دي. شمالي کوریا په تیرو اوونیو کې څو وارې د لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي توغولي وو. خو دغه نوي توغندي د امریکا او شمالي کوریا تر منځ د اټومي بې وسلې کیدو په تړاو د خبرو د پيلیدو په درشل کې توغول کیږي.






































