د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې یوه جنګي او بم غورځوونکي الوتکه په امریکا کې د کېناستو پر مهال لوېدلې ده. دغه الوتکې ۱۳ کسه لېږدول چې له دې ډلې شپږ کسه یې ژغورل شوي او اووه نور وژل شوي دي. امریکايي چارواکو رسنیو ته دغه پېښه تایید کړې ده. چارواکو ویلي دوی د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي او هڅه کوي د الوتکې د لوېدو علت وروسته له رسنیو سره شریک کړي.






































