د رویټرز اژانس په حواله، د سعودي پر تیلي تاسیساتو تر برید وروسته د آل سعود په کورنۍ کې د بن سلمان پر دفاعي وړتیا، مدیریت او رهبرۍ شکونه ډېر شوي دي. د آل سعود کورنۍ ځینې با نفوذه غړو د خپل نوم له څرګندولو پرته ویلي، د نړۍ د تېلو د یو ستر صادرونکي هېواد په دفاع کې د بن سلمان له مدیریت او رهبرۍ مایوسه شوي دي. رویټرز اژانس وایي، د سعودي شاهي کورنۍ غړو د بن سلمان پر دفاعي وړتیا شک ښودلی او زیاته کړې یې ده چې د ایران پر وړاندې د دې هېواد غیر مسوولانه سیاستونه د دې برید ستر لامل دی. دوی زیاته کړې، په دې اړه یوازې دوی نه، بلکې د دوی د کورنۍ ډیری غړي اندېښمن دي او د نوموړي پر رهبرۍ په پراخه کچه نارضایتي موجوده ده. دوی ویلي، محمد بن سلمان د خپل هېواد په دفاع کې پاتې راغلی دی.






































