د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، داسې اسناد او شواهد وجود نه لري چې وښیي ایران د سعودي پر تیلي تاسیساتو شوي برید کې لاس لري. پوتین زیاته کړې، امریکا او سعودي دواړه د خپلې ادعا د اثبات لپاره داسې شواهد په لاس کې نه لري چې وښیي د دې برید مسوول ایران دی. هغه زیاته کړې، دی په دې برید کې د ایران لاس لرل ردوي او ټینګار کوي چې تر کره څېړنو پورې دې له بې ځایه تورونو ډډه وشي. پوتین څرګنده کړې، ده د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره هم په دې تړاو خبرې کړې دي او هغه هم ورته ویلي چې په دې برید کې لاس نه لري.






































