د هند په بیهار او اوترا پردېش ایالتونو کې د سختو موسمي ورښتونو له کبله یواځې تېره اونۍ څه باندې۱۰۰ تنه مړه شوي دي. د برېښنا د مزو پرې کېدل، په ترانسپورت او نورو خدمتونو کې خنډ او ځنډ د خلکو ژوند نور هم تریخ کړی دی. د جون میاشتې راپدېخوا په هند کې بارانونو څه باندې ۱۶۰۰ سوه کسان مړه کړي دي. دا په تېرو ۲۵ کلونو کې کم ساري ورښتونه بلل شوي دي. د هند حکومت د هغو کسانو لپاره ځېنې خوراکونه برابر کړي دي چې د خپلو مېنو پرېښودو ته مجبوره دي. ویل کېږي چې په کلیو کې به وضعیت تردې هم ناوړه وي او ممکن خلکو ته لازمې مرستې ونه رسېږي. تېره اونۍ په بیهار کې ۴۰ او په اوترا پردېش کې ۹۰ کسان مړه شول.






































