عراق کې امنیتي سرتېرو پر هغو معترضانو ډزې کړي چې ګرځبندیز ته له پام پرته سړکونو ته وتلي وو. دې سره د وژل شویو شمېر ۲۰ کسانو ته رسېدلی دی. د عراق لومړی وزیر عادل عبدل مهدي وايي، د نظم ټینګولو او د بلواګرو د نفوذ د مخنیوي لپاره به تر نامعلوم وخت ګرځبندیز وي. پر وژل شویو سربېره تېره ورځ په بغداد او د عراق نورو ښارونو کې په زرګونو معترضان ټپیان شوي دي خو لا هم دغه وضیعت نه دی کنټرول شوی. لاریون کوونکي اداري فساد، د عامه خدمتونو نامناسب والي او د بېکارۍ لوړې کچې غوسه کړي دي. ملګرو ملتونو او امریکا د لاریونوالو پرضد په تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او د عراق له حکومت یې غوښتي چې له زغم څخه کار واخلي.






































