په عراق کې د لاریون په ترڅ کې د وژل شویو اعتراض کوونکو شمېر ۴۲ تنو ته ورسېد. په دې لاریونونو کې د عراقي ځواکونو په ګډون لږترلږه ۱۴۰۰ نور کسان هم ټپیان شوي دي. روغتیايي کارکوونکو ویلي، چې تازه مرګ ژوبله په نصیریه ښار کې رامنځته شوې ده. نصیریه د بغداد د جنوب په ۳۲۰ کیلومترۍ کې پروت دی او د تاوتریخوالي تر ټولو زیاتې پېښې په همدې ښار کې شوي چې د راپورونو له مخې، هلته د یوه پولیس په ګډون ۲۵ کسان وژل شوي دي. د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي ویلي چې د فساد د پایته رسولو لپاره د لاریون کوونکو غوښتنه پرځای ده. مهدي په يوه ټلويزيوني وينا کې ویلي چې د لاریونوالو ټولې غوښتنې برحقې دي او و به منل شي. د عراق د پلازمېنې بغداد او نورو ښارونو په لارو او سړکونو کې له تېرې سې شنبې راهیسې د حکومت ضد لاریونونه پیل شوي چې وروسته بیا نورو ښارونو ته هم وغځېدل.






































