د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، د هند تر واک لاندې کشمیر کې پر روان وضعیت تر هر چا ښه خبر دی. هغه زیاته کړې کشمیریان درک کوي، خو په وینا یې د اوس لپاره یې د پاکستان مرسته په ګټه نه ده. نوموړي ویلي، که چېرته دوی د کشمیریانو د مرستې لپاره له ویشونکې پولې تېرېږي نو دا پرېکړه به د هند په لاسونو کې د لوبېدو په مانا وي، ځکه د هغه په خبره دا کار به د هندي پوځ ته دا بهانه په لاس ورکړي چې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې عملیات وکړي. خان دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې وړمه ورځ د هند تر واک لاندې کشمیر کې خلکو لاریون وکړ او د عمران خان د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي یې وو د کشمیر لپاره مبارزه جهاد دی او دوی دا مبارزه کوي، وویل دوی خپل حق پخپله غواړي او په دې برخه کې د هند او پاکستان مرستې ته اړتیا نه لري.






































