څو ورځې کېږي چې په عراق کې پرلپسې لاریونونه روان دي. راپورونه وایي، پولیسو د لاریونوالو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخیستی دی چې پر مهال یې ۶۰ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. د یاد هېواد شیعه مشر مقتدی صدر د عادل عبدالمهدي په مشرۍ د حکومت د استعفا غوښتنه کړې ده او د ملګرو ملتونو تر څار لاندې یې د ژر تر ژره ټاکنو وړاندیز کړی دی. مقتدی صدر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په عراق کې روان وضعیت د عراقیانو د وینو تویېدل دي او چوپه خوله پاتې کېدل یې ظلم بللی دی. نوموړي په پارلمان کې له خپلې ډلګۍ هم غوښتنه کړې ده چې پارلمان کې د غړیتوب پرېکړه وځنډوي. دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو او امریکا د لاریونوالو پرضد په تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او د عراق له حکومت یې غوښتي چې له زغمه کار واخلي.






































