دوشنبه, مارچ 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره روغتون جوړیږي

    پنجشېر کې د سړونو خونو جوړولو لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه

    د میدان وردګو له مرکزي زندانه ۷۲ بندیان خوشې شول

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

  • نړۍ

    ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره روغتون جوړیږي

    پنجشېر کې د سړونو خونو جوړولو لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه

    د میدان وردګو له مرکزي زندانه ۷۲ بندیان خوشې شول

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

  • نړۍ

    ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

روښان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

حمیدالله حمیدي

اکتوبر 6, 2019
in پوهنتون
0 0

روښان د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د لوړو زده کړو له وزارت سره د ۱۳۹۰ لمریز کال د جديې میاشت کې تر ثبت او راجستر وروسته، په ۱۳۹۱ لمریز کال کې عملاً پر فعالیت پیل وکړ. د لوړو زده کړو دغه موسسه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې فعالیت کوي، چې په لومړي سر کې یې یوازې د معالجوي طب پوهنځي جواز تر لاسه کړ او د همدې کال په اوږدو کې یې د نورو پوهنځیو جوازونه هم واخیستل. دغه موسسه اوس په څلورو پوهنځیو معالجوي طب، ستوماتولوژي، حقوق او سیاسي علوم او اقتصاد پوهنځیو کې محصلین د لېسانس په کچه روزي. د دې موسسې د علمي چارو مرستیال فتح ګل شینواری وایي، موسسې یې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین ټاکل شوي معیارونه پوره کړي او د ملي او نړیوالو معیارونو پر اساس تحصیلي خدمتونه وړاندې کوي.

روښان د لوړو زده کړو موسسه کې اوسمهال ۴۷۰۰ محصلین په یادو څلورو پوهنځیو کې پر لوړو زده کړو بوخت دي، چې د ۹۰۰ په شاوخوا کې یې نجونې دي. روښان د لوړو زده کړو موسسې په خپل تحصیلي بهیر کې د معالجوي طب دری دورې، د ستوماتولوژي پوهنځي دری دورې، د حقوقو او سیاسي علومو شپږ دورې او د اقتصاد پوهنځي پنځه دورې فارغان ټولنې ته خدمت لپاره وړاندې کړي دي، چې د ټولو شمېر ۹۰۰ کسانو ته رسېږي. د ښاغلي شینواري په خبره، په فارغ شویو محصلینو کې ۴۵۰ یې نجونې وې، چې اوسمهال په بېلابېلو دولتي او غیر دولتي ادارو کې کار کوي.

روښان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه ټول ټال څلور پوهنځي او نهه ډېپارټمنټونه لري، چې په هر ډېپارټمنټ کې بیا د تدریس چارې د څلورو دایمي استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي. د دې موسسې علمي مرستیال وایي، ټول استادان یې د لوړو زده کړو وزارت د انسجام ریاست لخوا منل شوي او د تقرر ټول مراحل یې پوره کړي دي. ښاغلی شینواری وایي، دا چې دوی د ننګرهار له دولتي پوهنتون سره هوکړه لري، نو په غیر رسمي وخت کې د دغه پوهنتون ۲۴ استادان د تدریس لپاره یادې موسسې ته ورځي. نوموړی وایي، ۳۶ دایمي او ۲۴ قراردادي استادان لري. په دې موسسه کې د ورځې په دوو وختونو کې تدریس کېږي، د سهار له اتو د غرمې تر دوولسو او بل هم له څلورو د ماښام تر اتو بجو پورې.

روښان د لوړو زده کړو موسسه په کور دننه او بهر کې له ځینو پوهنتونونو سره علمي اړیکې او هوکړې لري، چې له مخې یې د خپلو استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره ترې ګټه اخلي. فتح ګل شینواری وایي، په کور دننه له ننګرهار دولتي پوهنتون او په ولایتونو کې له بېلابېلو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره علمي اړیکې لري. دغه راز وخت نا وخت له دغو پوهنتونونو سره په اړیکه کې وي، خپلې تجربې ور سره شریکوي او تر څنګ یې د هغوی له تجربو هم ګټه اخلي. دی وایي، له هېواده بهر په هند، پاکستان او ایران کې له ځینو پوهنتونونو سره هوکړې لري او دغه راز په انلاین ډول له ځینو نورو پوهنتونونو سره په اړیکه کې دي. د شینواري په خبره، له دغو هوکړو او اړیکو څخه یې موخه دا ده، څو وکړای شي د دغو پوهنتونونو له تجربو ګټه واخلي او تر څنګ یې هلته د خپلو استادانو او محصلینو لپاره د ظرفیت لوړولو او تجربو تر لاسه کولو لپاره زمینه برابره کړي.

دا چې کتابتون او څېړنیز مرکزونه د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د ملا تیر بلل کېږي، نو روښان د لوړو زده کړو موسسې هم د خپلو محصلینو او استادانو لپاره یو مجهز کتابتون برابر کړی دی. د دې موسسې د علمي چارو مرستیال فتح ګل شینواري په خبره، دوی دوه ډوله کتابتون لري، چې په یوه کې یې په فزیکي ډول کتابونه موجود دي او له بل څخه یې بیا محصلین په انلاین ډول ګټه پورته کولی شي، چې د نړۍ له مشهورو ژورنالونو سره تړل شوی دی. دی وایي، په فزیکي کتابتون کې یې اوسمهال لږ تر لږه ۱۸ زره ټوکه بېلابېل کتابونه شته چې محصلین او استادان ترې وخت ناوخت ګټه اخلي. روښان د لوړو زده کړو موسسه د کتابتون تر څنګ، یو څېړنیز مرکز هم لري چې استادان او محصلین کولی شي د زده کړو تر څنګ، په یاد څېړنیز مرکز کې څېړنه هم وکړي. د شینواري په خبره، په نږدې راتلونکي کې به په یاد کتابتون کې د کتابونو شمېر دوه برابره کړي، له موسسې بېرون اکاډمیک مرکزونه او په هغوی پورې اړوند کسان کولی شي د هوکړو له مخې، په وړیا ډول د دې موسسې له کتابتون او څېړنیز مرکز څخه ګټه واخلي.

د کتابتون او څېړنیز مرکز تر څنګ، روښان د لوړو زده کړو موسسه د طب او ستوماتولوژۍ پوهنځیو د محصلینو لپاره ځانګړی روغتون لري، چې د طب پوهنځي محصلین پکې خپله د سه تاج دوره بشپړوي او تر څنګ یې د دواړو پوهنځیو محصلین د نظري زده کړو لپاره هم هلته ورځي. ښاغلی شینواری وایي، دا چې د ننګرهار له پوهنتون سره دوی هوکړه لري، نو د ننګرهار د طب پوهنځي روغتون ته هم د دوی د طب پوهنځي محصلین ورځي او ډېری یې اوس هم هلته د سه تاج دوره بشپړوي. یاده موسسه د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي لپاره حقوقي کلینیک لري، چې محصلینو ته پکې تمثیلي محکمې دایروي، څو د نظري زده کړو تر څنګ، عملي زده کړې هم وکړي. شینواری وایي، د سلا مشورې مرکز هم لري چې ډېری کورنۍ ورته مراجعه کوي او په حقوقي برخه کې ورته سالمې مشورې هم ورکوي. ښاغلی شینواری وایي، په پام کې لري چې ډېر ژر په جلال اباد ښار کې له ځينو سکټوري ریاستونو او ادارو سره هوکړې لاسلیک کړي او د اقتصاد پوهنځي محصلین د عملي زده کړو او تجربو تر لاسه کولو لپاره ور معرفي کړي.

روښان د لوړو زده کړو موسسه هر کال دوې د کانکور ازموینې اخلي، چې یوه پسرلنۍ او بله هم خزاني ازموینه وي. د دې موسسې د علمي چارو مرستیال وایي، د محصلینو د بېلابېلو کټګوریو لپاره بېلابېل تخفیفونه لري چې ان ځینې کسان په وړیا ډول هم په یاده موسسه کې زده کړې کوي. ښاغلی شینواری وایي، له لوړو زده کړو وزارت، د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو له ادارې او ځینو نورو بنسټونو سره د هوکړو له مخې، ځینې محصلین دوی ته ور معرفي کېږي، چې له مخې یې یاد کسان کولای شي خپلې لوړې زده کړې په وړیا او یا هم یو مناسب تخفیف مخ ته یوسي. دغه راز په ټوله کې یاده موسسه د شهیدانو او معلولینو د وارثینو، ممتازو او بېوزله محصلینو لپاره ځانګړی تخفیف لري.

د شینواري په خبره، له طب پوهنځي پرته چې د جذب لپاره یې لوړو زده کړو وزارت په کال کې یوازې سل کسان مشخص کړي، په نورو پوهنځیو کې په هر کانکور ازموینه کې خپل ظرفیت ته په کتو، محصلین جذبوي. لوړو زده کړو وزارت خصوصي موسسو ته امر کړی چې په طب پوهنځیو کې په کال کې یوازې د سلو کسانو د جذب اجازه لري، خو په نورو پوهنځیو کې خپل ظرفیت ته په کتو سره محصلین جذبولی شي. شینواری وایي، په هر کانکور ازموینه کې له طب پوهنځي پرته، د ۴۰۰ په شاوخوا کې نوي محصلین جذبوي.

روښان د لوړو زده کړو موسسه د فارغ محصلینو لپاره ځانګړې اداره لري، چې نه یوازې د محصلینو د تحصیلي اسنادو د ورکړې په برخه کې کار کوي، بلکې له یادو محصلینو سره دې دندې په پیدا کولو کې هم مرسته کوي. ښاغلی شینواری وایي، لوړو زده کړو وزارت ته یې خپل ځانګړی استازی ور پېژندلی، چې له فراغت وروسته په یوه اونۍ کې د محصلینو د تحصیلي اسنادو کارونه خلاصوي او ان په بهرنیو چارو وزارت کې یې هم ورته تاییدوي. دی وایي، ځینې وخت محصلین د تحصیلي اسنادو له ځنډه شکایت کوي، چې اساسي لامل یې په لوړو زده کړو وزارت کې د خصوصي پوهنتونونو په ریاست کې د کارکوونکو کموالی دی. نوموړی وایي، هلته یوازې ۲۶ کسان کار کوي، چې د دومره زیاتو خصوصي پوهنتونونو لپاره بسنه نه کوي.

ښاغلی شینواری وایي، دا چې تر اوسه پورې د خصوصي پوهنتونونو ځانګړې مقرره نه ده تصویب شوې، نو په دغو پوهنتونونو کې د ټولو پرمختګونو مخه نیول شوې ده. دی وایي، اوسمهال د لوړو زده کړو وزارت په امر د نویو خصوصي پوهنتونونو جوړول بند دي او دغه راز په فعالو پوهنتونونو کې د نویو پوهنځیو تاسیس، د ماسټرۍ پروګرام پیلول او له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع کول هم  ځنډېدلي دي، چې دغه څه د خصوصي پوهنتونونو د پرمختګ په مخ کې تر ټولو لوی خنډ دی. شینواری له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې په دې برخه کې مرسته وکړي، څو یادو پوهنتونونو ته د پرمختګ زمینه برابره شي.

Share9Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د خلکو ازادي بښونکي پوځ او وسله والو پوليسو پلاوي په عمومي غونډه کې ګډون وکړ

مارچ 8, 2026

وانګ يي: د دولت رئيس ډيپلوماتيک فعاليتونه د چین د ډيپلوماسۍ بنسټ دی

مارچ 8, 2026

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټه: د ۱۵م پنځه کلن پلان په مسوده کې راتلونکي چارې ترتيب شوې

مارچ 8, 2026

سوداګرۍ نړيوال سازمان د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په هڅولو کې د چين د رول ستاينه وکړه

مارچ 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In