د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي د ټرمپ د مواخذې په برخه کې له کانګرس سره همکاري کوي. مایک پمپيو وایي دوی تیار دي چې د ټرمپ په استیضاح کې همکاري وکړي خو په خبره یې دا یو سیاسي اقدام دی. د امریکا کانګرس هڅه کوي د ټرمپ پر ضد کره سندونه ټول کړي او هغه یې د ځينو تلیفوني مکالمو په خاطر استیضاح کړي. کانګرس سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت ته رسمي غوښتنلیکونه لېږلي دي او له دوی یې غوښتي چې ژر تر ژره په دې برخه کې همکاري ورسره وکړي. مایک پمپیو وایي دوی د قانون په چوکاټ کې دې ته تیار دي چې له کانګرس سره په دې تړاو همکاري وکړي. ټرمپ هم پر دې اقداماتو غبرګون ښودلی او په خبره یې دی د امریکا داسې ولسمشر دی چې دغه هېواد ته یې ګټې راوړې دي او د اړیکو او سیاسي معاملو تر څټ یې خیانت نشته دی.






































