د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام پر سر خبرې اترې بې پایلې پای ته رسېدلي دي. دا خبرې چې د سویډن په ستاکهولم ښار کې پیل شوې وې د شمالي کوریا پر اټومي پروګرام راڅرخېدې. د شمالي کوریا د مرکچي پلاوي مشر ویلي، خبرې یې له دې امله بې پایلې وې چې امریکا له خپل پخواني دریځه لاس نه دی اخیستی. هغه د امریکا د پخواني دریځ په اړه څه ونه ویل خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اوتاګوس ویلي، د شمالي کوریا څرګندونې د هغو بحثونو روحیه نه منعکسوي چې ترسره شوې دي. دا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او کېم جونګ اون ترمنځ تر خبرو اترو وروسته لومړنۍ رسمي خبرې وې چې بې نتیجې پای ته رسېدلې دي.






































