امریکا د سوریې په شمال کې له ترکیې سره په عملیاتو کې برخه نه اخلي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي ترکیه د سوریې په شمال کې د ځينو ترهګرو ډلو پر وړاندې عملیات کوي خو امریکا ورسره برخه نه اخلي. ټرمپ دغه راز ویلي دوی د هغو زندانیانو مسوولیت هم ترکیې ته سپاري چې له داعش سره د مبارزې پر مهال نیول شوي دي. ترکیې داسې مهال د سوریې په شمال کې د عملیاتو پيلولو اعلان کړی چې دمشق په ځلونو له خپلې خاورې د ترکي عسکرو د ایستلو غوښتنه کړې ده. ښايي ترکیه د هغو کرد وسله والو پر ضد عملیات هم وکړي چې وخت ناوخت په ترکیه کې جګړې او بریدونه کوي.






































