د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، امریکایي ځواکونه د سوریې له شمال شرقي سیمو د وتلو په حال کې دي خو دوی به په دې سیمه کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي. امریکایي ځواکونه وروسته له هغه له دې سیمې وځي چې تېره ورځ اردوغان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې. هغه ویلي امریکایي سرتېرو تېره شپه یوه قرارګاه تخلیه کړې او د هغوی د وتلو بهیر دوام لري. امریکا او ترکیې په دې سیمو کې د داعش پر ضد جګړه کې د کرد جنګیالو ملاتړ کاوه چې یاده ډله اوس د ژمنو پر نه عملي کولو تورنه شوې ده. ترکیه وایي دوی به تر هغه وخته پورې په یاده سیمه کې پاتې شي څو چې د ترهګرو له موجودیته په بشپړه توګه پاکه شوې نه وي.






































