پاکستان ویلي، که هند رافیل الوتکې لري او که هر څه وکړي دوی هم د خپلې دفاع په چل پوهېږي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ویلي، د اټومي وسلو او د سیمې د امنیت په اړه د پاکستان دریځ روښانه دی که هند هر څه وکړي دوی د خپلې دفاع لپاره کافي امکانات لري خو هغه له نړیوالو غوښتنه کړې ده چې په سیمه کې د امنیت د لا خرابوالي مخه ونیسي. فیصل ویلي، له هنده د خیر تمه نشي کېدای، ځکه پاکستان پر نړۍ ټینګار کوي چې دا دواړه هېوادونه د اټومي جګړې له پیله راوګرځوي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې هند له فرانسې سره د کړې هوکړې له مخې له یاد هېواده د ۳۶ رافیل پرمختللیو جیټ الوتکو له ډلې، لومړۍ هغه یې تر لاسه کړې ده. د ویلو ده چې تر دې وړاندې هند ویلي وو چې د رافیل الوتکو د ترلاسه کولو په صورت کې به پاکستان د کنټرول کرښې ته د نږدې کېدلو جرئت ونه کړي.






































