د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، په سوریه کې د ترکي پوځیانو له لوري د نظامي عملیاتو مسوول امریکا ده. د هغه په خبره، امریکا په یاده سیمه کې دې ته زمینه برابره کړې ده څو هلته د نظامي عملیاتو اړتیا پیدا شي. نوموړي د روان وضعیت د کنټرول لپاره د دمشق او کردیانو ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه کړې ده. لاوروف زیاته کړې، دوی د ترکیې له لوري د خپل امنیت ساتلو په موخه په یاده سیمه کې د عملیاتو ملاتړ کوي خو ټینګار کوي چې دا مسئله باید د خبرو اترو له لارې حل شي. هغه ویلي، دوی د سوریې د وضعیت په اړه له ترکي ځواکونو سره په اړیکه کې دي او ټول حالات له نږدې څاري.






































