د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځلې بیا ترکیې ته خبرداری ورکړی چې د کردانو ځپلو لپاره د دوی هر اقدام په ځواب کې به په ترکیې باندې اقتصادي بندیزونه ولګوي. ټرمپ ویلي، که ترکیه په سوریې کې د کردانو پر وړاندې د بشریت ضد اقدامات وکړي، دی به په ځواب کې د ترکیې اقتصاد له منځه یوسي. امریکا خپل هغه ځانګړي سرتیري د سوریې او ترکیې څخه وویستل چې د سوریې په شمالي سیمو کې د ترکیې پر پوله د کرد ملیشو د امنیت لپاره پراته وو. سره له دې چې د دغو سرتیرو شمیر له ۵۰ تر ۱۰۰ کسانو پورې و خو د دوی وتلو سره سم، د ترکیې عسکرو په سوریې کې د میشتو کردانو پر ضد عملیات پیل کړل. د ټرمپ ددغه خبرداري په ځواب کې د ترکیې د ولسمشر مرستیال، فواد اوکتای ویلي، چې ترکیه داسې هیواد نه دی چې د خبرداريو په اساس خپله تګلاره بدله کړي.






































