د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی، چې د سعودي عربستان د دفاع لپاره زرګونه نور پوځیان ور استوي. د امریکا د دفاع وزیر، مارک اېسپر، ویلي چې دا ځل به جنګي الوتکې او توغندي ضد سیستم هم په سعودي عربستان کې ځای پر ځای کوي. هغه ویلي، دا د هغو هڅو یوه برخه ده، چې په وینا یې موخه یې د ایران له تېري د سعودي ساتنه ده. دا ګام وروسته له هغه پورته کېږي، چې تېره میاشت د سعودي د تېلو پر چاڼځایونو بریدونه وشول. امریکا دغو بریدونو ته په غبرګون کې مخکې هم سیمې ته نور ځواکونه ور استولي دي. امریکا له تېرې مې میاشتې راهیسې د منځني ختیځ لپاره د خپلو ځواکونو شمېر ۱۴ زره ته لوړ کړی دی.






































