د چین ولسمشر شي جین پینګ د هند له لومړي وزیر نریندا مودي سره کتلي دي. ولسمشر شي هند ته په دې رسمي سفر کې له مودي سره د خبرو پر مهال د ترهګرۍ او افراطیت ضد مبارز باندې ټینګار کړی دی. هند او چین دغه راز د اړیکو پر پراختیا هم خبرې کړې دي. چینايي ولسمشر داسې مهال هند ته سفر کړی چې د هند او پاکستان تر منځ ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي. د کشمیر په مسئله کې چین د پاکستان ملاتړ کړی دی او د هند اقدامات یې غیر قانوني بللي دي. هند ته د ولسمشر شي تر سفر مخکې د پاکستان لومړي وزیر چین ته سفر کړی و او پر بېلو مسایلو یې خبرې کړې دي. دا چې چین به د کشمیر په مسئله کې کوم رول ولوبوي کنه چارواکو رسنیو ته څه نه دي ویلي.






































