د امریکا خزانې وزارت وایي، دوی په دې هڅه کې دي چې پر ترکیه تر ټولو سخت بندیزونه ولګوي. ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ ویلي وو چې که چېرته ترکیه په سوریه کې خپلو خرابکارانه اعمالو ته دوام ورکړي نو دوی به ورباندې داسې بندیزونه ولګوي چې تر دې وړاندي یې ساری نه وي لیدل شوی. ټرمپ ویلي، امریکا نه غواړي ترکیه ډېر خلک ووژني. په ورته وخت کې د امریکا د خزانې وزیر اسټون منوچین ویلي، ټرمپ د داسې بندیزونو لګولو په لټه کې دی چې ترکیه د عملیاتو له دوامه وګرځوي. هغه زیاته کړې، ټرمپ اندېښنه لري چې د ترکیې پوځ به ممکن عامه ابادي او مذهبي لږکي په نښه کړي.






































