د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې سختو بادونو د دغه هېواد د غربي سیمو په دوو ځنګلونو کې بل شوی اور بې کنټروله کړی دی. راپورونه وایي، د اور له امله زرګونه ودانۍ زیانمنې شوې، سړکونه بند شوي او په لسګونو زره کسان د خپلو کورونو پرېږدو ته اړ شوي دي. دا اور د تېرې جمعې په ورځ بل شوی دی او تر ۱۰۰۰ ډېر اوروژونکي یې په کنټرولولو بوخت دي خو تر اوسه یې په مهارولو نه دي بریالي شوي. په ورته وخت کې د لاس انجلس په شرقي سیمه کې هم په کثافاتو کې لګېدلی اور ورڅېرمه ځنګل ته غځېدلی او لسګونه خلک یې اړ کړي چې خپلې سیمې پرېږدي. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم په همدې سیمه کې د وژونکی اور له امله شاوخوا سل کسان وژل شوي او په زرګونو نور زیانمن شوي وو.






































