د امریکا په تر ټولو امن ښار نیویارک کې د وسله والو په ډزو کې څلور کسه وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې پېښه په یوه کلب کې شوې ده خو په اړه یې څوک نه دي نیول شوي. د نیویارک ښار پولیس وایي چې د پېښې انګیزه نه ده روښانه شوې او دوی هم د بریدګرو په نیولو پسې هڅې پيل کړې دي. روغتیايي کارکوونکي بیا وایي چې د درېیو ټپیانو روغتیایي وضعیت هم د اندېښنې وړ دی. په دې وروستیو کې د وسلو د موجودیت له امله په امریکا کې دغه ډول پېښې ډېرې کېږي. سره له دې چې زرګونه امریکایانو د وسلو پر ازاد پلور په ځلونو نیوکه کړې خو حکومت تر اوسه ددغه وسلو د پلور د مخنیوي لپاره ګام نه دی اوچت کړی.






































