د بارکينا فاسو په شمال کې د مالي له پولې سره نږدې مشکوکو وسله والو پر يوه جومات بريد کړى او ۱۵ کسان یې وژلي دي. عيني شاهدانو ويلي، قربانيان ټول مسلمانان دي او هغه مهال ووژل شول چې جومات کې يې د ماښام لمونځ کاوه. له پېښې وروسته ګڼ خلک د سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي. بلخوا پلازمېنه اواگداگو کې سلگونه کسان د خرابېدونکي امنيتي حالت او په دغه هېواد کې د بهرنيو ځواکونو حضور ته په اعتراض کې لارو کوڅو ته ووتل. په بارکينا فاسو کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د وسله والو بریدونو زور اخیستی. ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي، څه باندې ۲۵۰ زره کسان د جګړو له سیمو بېځایه شوي او تېښتې ته اړ شوي دي.






































