د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د سیمه ییزو مسایلو په اړه د بحث لپاره ایران ته تللی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي دا ایران ته د عمران خان دویم رسمي سفر دی. ددغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عمران خان به په دې سفر کې په سیمه کې د روانو مسایلو، سولې او امنیت په اړه خبرې وکړي. ویل کېږي چې عمران خان به د سعودي عربستان په اړه هم له ایراني چارواکو سره خبرې ولري. نوموړی به په دې سفر کې د ایران له مذهبي مشر آیت الله خامنه اي او ددغه هېواد له ولسمشر حسن روحاني سره لیده کاته ولري.






































