د راپورونو له مخې د جاپان په ډېری ښارونو کې شدید توپان روان دی چې باد او باران یې سلګونه کسان زیانمن کړي دي. په ډېری برخو کې ځمکه ښویېدلې، د سیندونو اوبه د استوګنې سیمو ته پورته شوې او ځينې کورونه یې لاندې کړي دي. تر دې دمه د توپان له امله لس کسه وژل شوي او نږدې ۱۵ نور لادرکه دي. د استوګنې په سیمو کې تګ راتګ په ټپه درېدلی او په ځینو ځایونو کې د باران کچه ان تر یو متر پورې رسېدلې ده. جاپاني چارواکي وايي چې له زیانمنو سره مرستې روانې دي او هڅه کېږي چې د برېښنا او ترانسپورت جریان له سره پیل شي.






































