د رسنیو د راپورونو له مخې امریکا د ولیعهد محمد بن سلمان په غوښتنه سعودي عربستان ته سرتېري لېږي. عرب رسنۍ وایي محمد بن سلمان د ۳۰۰۰ نورو امریکایي عسکرو د ورتګ هرکلی کړی دی او په خبره یې دا به په سیمه کې دامنیت او ثبات د خوندي کولو سبب شي. ولیعهد دا هم ویلي چې د سرتېرو لېږل د دواړو لورو ترمنځ د قوي ستراتيژیکو اړیکو ښکارندویي کوي. تر دې وړاندې د امریکا ددفاع وزارت اعلان کړی دی چې په سیمه کې د کشمکش د مخنیوي په موخه سعودي عربستان ته ۳ زره نور سرتېري هم لېږي. دغه سرتېري به په پرمختللو وسلو سمبال وي او د توغندیو دفاعي سیستم به هم ولري.






































