د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره له نږدې دوستانه اړیکي لري. هغه ویلي، محمد بن سلمان یو ښه سیاستوال دی او دی ورسره له پیله تر اوسه ښې او دوستانه اړیکې لري. محمد بن سلمان چې د سعودي خبریال جمال خاشقجي په قتل کې تورن بلل کېږي د نړۍ ډېری هېوادونه ورته چندان په ښه سترګه نه ګوري. پوتین دغه راز زیاته کړې، دی به د راتلونکې دوشبنې په ورځ سعودي عربستان ته لاړ شي څو په یاد هېواد کې د بن سلمان په ګډون له یو شمېر لوړپوړیو دولتي چارواکو سره وګوري. هغه زیاته کړې هېواد یې په سعودي کې د پانګونې لپاره پر بیلابیلو طرحو کار روان کړی دی.






































