د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تهران ته د خپل سفر پر مهال ویلي، غواړي د ایران او سعودي عربستان ترمنځ خبرو اترو ته زمینه برابره کړي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، تهران ته د عمران خان د سفر موخه په سیمه کې د امنیت او سولې په اړه خبرې اترې وې. په ورته وخت کې خان په تهران کې د یاد هېواد له ولسمشر حسن روحاني سره یو ګډ خبري کنفرانس ته ویلي، پاکستان نه غواړي د سعودي او ایران ترمنځ کړکېچ وي، نو دی به د راتلونکې سه شبنې په ورځ سعودي ته لاړ شي او له سعودي چارواکو سره به هم په دې اړه خبرې اترې وکړي. بلخوا په پاکستان کې د عمران خان منتقدین وایي، پاکستان خپله په ستونزو کې تر ستوني غرق دی خو دی د نورو ستونزې هواروي. د پاکستان د خلکو ګوند یو تن غړی ادعا کوي چې عمران خان، محمد بن سلمان ایران ته لېږلی دی.






































